کوچيان او لرغونتوب

زموږ د ټولنې عيني او تاريخي واقعيتونو ته په کتو کوچېان زموږ د هيواد او د دې سيمې اصلي او بومي اوسيدونکي دي. په هغو وختو کې چې کرنې ډېره وده نه وه کړې، د دنيا زياتره قومونه او مليتونه په مالدارۍ مشغول و او له همدې لارې يې خپل ژوند پر مخ بيوه؛ پخوانيو اريايانو، کوشانيانو «کوچانيانو» او يفتليانو «ابداليانو» هم زياته مالداري درلوده او د اوسني افغانستان په شمالي پراخه ورشو کې يې خپلې رمې او ګلې پوولې. ساکان (سها ک، سکستان، سجستان، سیستان) هم مالداره وه په ژمي تودو او په اوړي کې به ايلبندنو او غرنيو لوړو سيمو ته ختل او خپلې رمې به يې له ځان سره بېولې، د غور پاچايان هم ډېر مالداره و، هغوی به هم ډېرې رمې ساتلې او د حکمتونو زياته برخه يې په مالداري چلېده.

زردشت چې زر کاله مخکې له ميلاد څخه يې ژوند کاوه او اوستا د هغه مشهور مذهبي کتاب دی؛ په داسې يوه سيمه کې چې کوچيان و او په کيږديو کې يې ژوند کاوه او د ارباب الانواع په لمانځنه بوخت و،  خپل د وحدانيت پرستي آيين ښکاره کړ. وايي چې زراتشترا سپينتمان له دوه کليمو څخه جوړه شوې کليمه ده چې زراتشترا د زېړ آس لرونکي يا د تېز آس لرونکي معنا ورکوي او د سپينتمان کليمه چې همدا اوس هم په پښتو ژبه کې معموله ده، د سپين (سفيد) معنا لري، يعنې سپنتمان (سپينه کورنۍ يا خوانواده سفيد) او اصطلاحي معنا يې (پاک روان) يا نېکمرغه ترجمه کولای شو.

زردشت د ګښتاسب يا اسپه له کورنۍ سره نېږدې اړيکي درلودې اسپه کليمه د ښاغلي احمد علي کهزاد صاحب د ليکنې له مخې چې په بنسټيزو اسنادو ولاړه ده، همدا د پښتو ژبې (اسپه) ښځينه آس ته وايي، له دې داسې څرګنديږي چې اسپه مشهوره کورنۍ چې د اريايي کورنيو مشرتوب او پاچاهي يې کړېده پښتانه و او کوچيتوب يې پېښه وه او له اوستا مخکې د ارباب الانواع په لمانځنه مشغول و او وروسته يې وحدانيت پرستي پيل کړې ده او اوستايي آيين يې خپل کړی دی... .(۱)

اريايان کله چې له خپل ګډ کور «ارياناويجه د آمو د سيند آ غاړه د اوسنۍ فرغانې سيمه يا د آمو درياب او سير درياب تر منځ سيمه» د هندوکش (هندوکڅ) شمالي او جنوبي سيمو ته راغلل شپني او کوچي ژوند يې کاوه، په ۱۹۲۹ کا ل کې له «تل برزو» سيمې څخه چې سمر قند ته نږدې موقعيت لري. د يو خاورين لوښي پر مخ يو انځور پيدا شو چې ويل کيږي، د کيومرث (ګومرد) يا ګوپت شاه د يو اريايي پخواني پاچا انځور دی، چې نيم يې انسان او نيم يې غوایی ته ورته دی او د اوستا په يوه برخه کې هغه د کوچېانو او شپنو پاچا ګڼل شوی دی، له دې داسې څرګنديږي چې کوچېانو هم خپل پاچايان درلودل او د دوی د ژوند اساس او بنسټ په کورنۍ (کولا) يا کهول چې اوس هم پښتانه کورنۍ ته کهول وايي ولاړ و او د «پتي» په نوم يې رئيس يا مشر درلوده؛ څو کورنۍ (کهول) سره يو ځان کېدل (ګرامه) يا «ویسه» يې جوړوله او د پا چاهي ځای ته يې (پور) وايه چې دا درې واړه کليمې اوس هم د مشهورو کسانو او ځايونو د نومو په تسيمه کې شتون لري لکه بګرام، ميرويس او شيرپور؛ خو کله چې اريايان هند ته ورسېدل، هغه ځای ته يې ارياورته يا اريا ورشه ووايه چې ياده کليمه اوس هم په پښتو ژبه کې د ورشو يعنې څړ ځای په نوم شتون لري

دغه شان اوستا د زردشت يا زرتشت مذهبي کتاب چې په ۱۰۰۰ ق م کې د بلخ او بخدي اوسيدونکو ته يې ديني لارښوونې درلودې او زيات کسان د دې مسلک لارويان و د پخوانيو اريايانو د ژوند او ژواک په اړه ډېرې کيسې له ځان سره خوندي کړي، چې له ويدي مدنيت وروسته يې دويم يا اوستايي مدنيت بللای شو» د اوستا له ليکنو څرګنديږي، چې اريايان له کوچيتوب، شپني توب او پوونده توب څخه مدنيت ته رسيدلي، کلي بانډې او ښارونه يې جوړ کړي او د خپل اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز ژوند يوه نوې دوره يې پيل کړیده»....(۲)

همدا اوس هم ليدل کيږي چې د يو قوم خلک څوک په ښارونو کې ښاري ژوند کوي، څوک يې په کليو او بانډو کې بزګري او کليوالي ژوند پرمخ بيايي او يو شمېر لا اوس هم کوچېان دي او مالداري او شپني ژوند کوي.

د غوريانو پاچايانو هم ډېرې رمې او ګلې درلودې او دغه راز په سيمه کې نور قومونه او سلاطين لکه سلجوقيان هم په رمه او رمه داري مشغول و او کله کله د دوی تر منځ په ورشو باندې جګړې را منځته کيدې.

غوريان د پښتنې قبيلو څخه يوه قبيله ده او تر اوسه هم په بادغيس او هرات کې د زوري (سوري) په نوم ياديږي او د زور آباد په سيمه کې ژوند کوي له اسلام څخه مخکې دغې کورنۍ په تخارستان، غور، هرات او خراسان سيمو کې حکومت اوپاچاهي درلوده او د غرشاه يعنې د غرونو پاچا چې عربانو ملک الجبال باله په نوم پاچا درلود او د فردوسي شاهنامې لرغوني اتل ضحاک (سهاک)... هم له همدې قبيلې څخه ده.

وايي چې شنسب بن خرنګ چې په اسلامي دوره کې د حضرت علي(رض) په لاس اسلام راوړ په اسلامي دوره کې د غور له لومړنيو پاچايانو ګڼل کيږي، چې له هغه وروسته د هغه زوی امير فولاد او له هغه وروسته امير کروړ (کروړ = سخت، کلک) چې د پښتو ژبې لومړی شاعر هم دی، د غور په منديش سيمه کې يې مرکز و او د شاوخوا غرونو باندې خپله پاچاهي کوله، که څه هم دغه سلسله ډېره اوږده ده؛ خو موږ يې په لنډه توګه يادونه وکړه؛ نو د غورپاچان يا غوريان هم چې د مرکزي افغانستان او شاوخوا سيمو او غرونو يې فرمان چلېده، زياتره په مالداري مصروف و. هغوی په سل هاوو زره رمې او ګلې درلودې او له دې لارې يې د خپل پاچايي نظام چلاوه، وروسته بيا غوري سلاطينو سترې امپراطورۍ جوړې کړې، چې لمنه يې تر شمالي هند پورې وغځېده او د پښتني او افغاني پاچايانو برم يې چې د لوديانو او غزنويانو له خوا اېښودل شوی و بيا را ژوندی کړ او ستر شېرشاه سوري د هند په تاريخ کې ستر نوم او نشان لري او په هند کې د قطب مينار يې يوه نښه ده، دا چې له موضوع لرې لاړ نشو راځو کوچېانو ته: ... .(۳)

کوچېتوب يوه پښه ده او زموږ د هيواد زياتره قومونه «هغوی چې مالداري لري» کوچېان دي، دوی په اوړي کې لوړ و او مرتفع سيمو ايلبندونو ته ځي. خپلې رمې او ګلې له ځان سره بيايي او د ژمې په موسم کې تودو سيمو ته کوچ کوي؛ څو وکولای شي د خپلو مالونو ګېډې مړې وساتي، دوی زياتره وخت له پولو اوړي او په دې برخه کې د دولتونو او حکومتونو تر منځ ټاکل شويو پولو ته ارزښت نه ورکوي او خپلو هغو ورشو ته ځانونه رسوي کوم چې په خپل اوږد تاریخ کې هلته تللي او راغلي دي.

دوی خپله ورشو خپل قانوني حق ګڼي او د پاچايانو او حکومتونو تر منځ ټاکلو پولو ته چې تل د نوسان په حال کې وې ارزښت نه ورکوي.

پخواني کوچېان ډېر شمتن او مالداره و، دوی به د کوچېتوب تر څنګ سوداګري هم کوله، په پخوانيو وختونو کې به کله کوچېان را وخاته له ځان سره به يې ډېر هغه شيان چې په ګاونډيو سيمو او هيوادونو لکه: هندوستان، پېښور او د هيواد لويديځ خوا ايران کې پيداکېدل له ځان سره راوړل او په خلکو به يې پلورل، کوچیانو د اوښانو په ساتلو او روز لوکې خاصه ونډه لرله، اوښان یوازني حیوانات دي چې د تودې اوسړې هوا او تندې په مقابل کې زیات مقاومت لری او له فزیولوژیکي نظره اوښان د اوبو د زیرمه کولو کڅوړه لري او کولای شي اوږده سفرونه وکړي او د اوبو د نشتوالي په صورت کې له خپلې زیرمې څخه ګټه واخلي، اوښ د دروندو بارونو په انتقال کې هم تر نورو حیواناتو ډير ځواکمن حیوان دی کوچیانو د همدغو حیواناتو او دا چې دوی په خپله هم قوي او تمرین شوي خلک دي او د اوږدو سفرونو توان او طاقت لري د کاروانونو او قافلو په جوړولو د هیوادونو تر منځ سوداګري هم کوله ځکه د فرهنګونو د ادلون، بدلون او وصل کړۍ ګڼل کيږي؛ دغه راز دوی په ځايي خلکو مېږې، وزې او وري او د هغو محصلات لکه: خيدک، پوڅه، مستې، شيدې، وړۍ، وزغنې په خلکو پلورل يا به يې په وړو، جواريو، توتانو او نورو د اړتيا وړ شيانو بدلول، پخوانيو پاچايانو به زياتره وخت له کوچېانو څخه د خپل حکومت د چلولو لپاره پور اخيسته، کوچېانو په ښارونو کې هم ښه جايدادونه درلودل او د هيواد ملي اقتصاد کې يې ځانګړې ونډه درلوده، په افغانستان کې له ډېرې پخوا د افغانستان وسله وال پوځ ته غوښه چې يو ډېر اړين توکی دی د کوچېانو له خوا برابريږي، همدا اوس هم د دفاغ وزارت مسلخ ته غوښه د کوچېانو له خوا برابريږي او دغه غوښه له پروسيس وروسته د ټاکلي بيې له مخې په نورو دولتي ادارو او شخصي افرادو هم پلورل کيږي.

کوچی هغه چا ته ويل کيږي چې په خیمو کې ژوند کوي، د پسونو او وزو په روزلو بوخت وي او خپلو څارویو ته د څرځایونو او ورشوګانو پیداکولو په منظور د کال په بیلا بیلو فصلونو کې له یوه ځایه بل ځای ته کوچ کوي کوچیان په انګليسي ژبه کېnomades  په نوم یاد شوي په سویډني ژبه کې nomader د یوناني ژبې Nemain  له کلمې سره چې د خرڅیدلو په معنی ده تړاو لري، په پښتو او دري ژبه کې هم د کوچیتوب ښه بیلګه، د څارویو روزل او پوول په ګوته شوي په کوچیانو کې، پښتانه، بلوڅ، ازبک، ترکمن، قرغز، هزاره، فیروزکوهی، جمشیدیان او ایماق شته، خو لوی اکثریت يې پښتانه دي، پښتانه کوچیان دوه سترې څانګې لري، دراني او غجي یاخلجي کوچیان دي، د الفنسټن د بیان له مخې د د درانیو څانګه پوره نیماني يې کوچیان او نور يې کروندګر دي... .(۴)

د کوچیانو په اوسني تعریف کې راغلي چې کوچیان د هیواد هغه پوونده اتباع دي چې د اوړي په موسم کې تودو او د ژمي په موسم کې سړو سیمو او ایلبندونو ته کوچیږي او د ژمي او اوړي مینې يې معلومې وي. په منځني اسیا او اوسني افغانستان کې هم د کوچیتوب پيدايښت لرغونو زمانو ته رسيږي، د رزدشتي عصر په متونو کې د کوچي قبایلو او زردشتیانو تر منځ د دښمنیو زیات بیانونه راغلي دي، چې کوچي ساکانو د پارس ستر امپراتور (کوروش) ته سره له دې چې بیساری لښکر يې درلود، سخته ماته ورکړه کوچي، ساکان هغه قبایل دي، چې په تخارستان، سیستان، ارکوزیا، مرغاب، ننګرهار، او بامیانوکې خپاره وو، کوشانی امپراتور په همدغو ساکانو پوري اړه لرله... .(۵) ساکان، یا سهاک اوس هم د پښتنو یوه ستره قبیله ده، چې په ټول افغانستان کې خواره پراته دي او د سیستان نوم د همدغو ساکانو له نوم څخه مشتق شویدی.

د تاریخي اسنادو له مخې له ډیرې پخوا زمانې را پدیخوا د شمال او شمال غربي افغانستان ځینو وګړو د کوچیتوب له ژوند سره مخه ښه کړې او یو شمېر يې کوچیتوب ته دوام ورکوي.

ځینو سرشمېرونو ښودلې چې د افغانانو ۱۶سلنه وګړي ځانونه کوچیانو بولي دوی هم د هیواد دنورو وګړو په شان د شوریانو د یرغل په وخت کې له هیواد څخه مهاجر شول او پیښور، بلوچستان او پنجاب ته لاړل شول او خپله مالداری یې له لاسه ورکړه او په نورو کارونو بوخت شول؛ خو یو شمیر نور يې په افغانستان کې د څلو يښت کلنې غمیزې له ناخوالو سره سره خپله پېښه پر مخ بیایي او اوس له زیاتو ستونزو سره مخ دي. د تنظیمي جګړو پر مهال، کوچیان زیاتو ستونزو سره مخ شول او له خپلو مینو او ورشو څخه شړل کیدل او خپلو ورشو، مینو او ایلبندونو ته نه پرېښودل کیدل چې دغه حالت اوس هم په ځینو سیمو کې روان دی په اوسنيو شرايطو کې هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې له کوچیانو سره دمور میري سلوک کيږي، د تذکري له ورګړی څخه ډډه کيږي او په ځینو ولایتونو کې د زورواکانو له خوا ورڅخه باج اخيستل کيږي، دولت هڅه کوي چې د کوچیانو د ژوند او معیشت د ښه والي لپاره کار وکړي او همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره يې په اساسي قانون کې د کوچیانو حقوق خوندي کړي او د هغوی د ټولنيز ژوند د ښه والي لپاره يو شمېر حکمونه صادر کړي دي د کوچیانو چارو سمون اداره هم د همدې موخې لپاره په کال ۱۳۸۵ کې جوړه شوې؛ څو د سکتوري وزارتونو او ادارو په مرسته کوچیانو ته وړ او مناسب تعلیمي، تربیتي، روغتیایي خدمتونه تر سره کړي او کوچیان د هیواد د ملي اقتصاد پياوړي کولو لپاره د یو ښه فرصت په توګه تر خپل پوښښ او سيوري لاندي راولي. له پورتنۍ لیکني او را ټولو شویو معلوماتو څخه دې پايلې ته رسیږو چې کوچیان زموږ د هیواد اصلي او بومي اوسېدونکي دي په اریايي لومړنیو قومونو او قبېلو لکه: کوشانيانو، يفتليانو، ساکانو، غوريانو، سوريانو، غلجيانو پورې اړه لري او زموږ د هیواد په ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې پدې سیمه کې په بیلابیلو امپراتوریو پاچاهي ګانو او سلطنتونو په سوبو کې يې ونډه درلوده او د دې سیمې په پوځي نقل او حرکاتو کې فعال، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي مخينه لري او بې له شکه زموږ د هیواد د تاریخ او فرهنګ یوه نه بیلیدونکې برخه ده.

سرچینې:

۱ـ کهزاد احمد علی، افغانستان در پرتو تاريخ، ۷۰ مخ

۲ـ حبیبی عبدالحی تاریح افغانستان از قدیمی ترین ایام تا خروج چنګیزخان ۳۳مخ ۳۵ــ۴۹ مخ

۳ـ همدغه اثر ۳۵ مخ

۴ ـ همدغه اثر ۲۳۷ مخ

۵ـ ویکپیدیا دانش نامه آزاد