شعر او لنډۍ

په لنډیو کې د کوچیانو انځور

 

ما د کوچي له عمره ځار کړې

د سحري اور یې بلیږي دوی ترې ځینه

 

 پښتو لنډۍ داسې معجز شعر دی، چې د دوه مصرو پر مټ کولای شي ډیره لویه موضوع په خپله ځولۍ کې راونغاړي. دغه لنډ شعر چې له ۲۲ سیلابونو څخه جوړ شوی دومره خوږ، زړه راښکونکی او موسیقار دی، چې په اوریدلو یې جسم ته روح او زړه ته نوی قوت ورننوځي. لنډۍ د پښتنو د احساساتو، مینې او جذباتو سربیره د دوی دودونه او تاریخي ویاړونه هم انځوروي.

لنډیو د خپل پراخ قلمرو په حدودو کې کوچیان هم له پامه نه دي غورځولي. لنډیو د کوچیانو د ژوند او کلتور ټول اړخونه په ډیره خوږه او ماهرانه ژبه داسې ترسیم کړي، چې په اوریدلو یې انسان له ډول ډول صحنو څخه پوره طبیعي خوند اخیستلی شي.

لالیه پاس کمره ته خیژه

د غره لمنې ته کوچیان راغلي دینه

د کوچیانو په اړه ډیری لنډۍ ځایي خلکو او کلیوالو ویلي دي. کلیوال یا کلیوالې، چې کله د دیوالونو تر منځ حصار ژوند کې په تنګ شي شور، زیاتې خبرې ، ګډوډ او ستومانوونکي کارونه، ډیر او اضافي ترتیب او نظم یې ماغزه دومره ناکراره کړي، چې له دا ډول ژوند څخه د تیښتې او د ارام او طبیعي ژوند په لوري د لارې په غوراوي کې غواړي کوچیانو ته پناه یوسي:

مورې کوچیانو ته مې ورکړه

چې تور اوربل مې د ایلبند شمال وهینه

کوچیانو نه یواځې په خپل آزاد ژوند سره د ځایي خلکو پام اړولی دی، بلکې د هغوی ښې روغتیا او ښه صورت هم کلیوال او ښاري اوسیدونکي متاثره کړي دي. ځایي وګړي بیا دا نشاطي او تندرستوب د دوی له محصولاتو پورې تړي:

مورې کوچیانو ته مې ورکه

کنډک کنډک مستې به خورم سپینه به شمه

کوچي اشنا سره مې سر ده

سحر شیدې ماښام مستې راته راوړینه

خبره یوازې په شیدو او مستو کې هم نه ده. اوسنی طب ګرځیدل او په لوړو او ژورو پورته کیدل او ښکته کیدل تر ټولو غوره ورزش او د ښې روغتیا له پاره یواځینۍ حل لاره په ګوته کوي.

اوسنیو ناسمو تبلیغاتو د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ یو اوږد واټن رامنځ ته کړی دی او دواړه انګیري چې ګوندې دوی د یو بل د ګټو پر خلاف دي. دغه غرضي کړۍ غواړي ترڅو د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ د سلهاوو او آن زرهاوو کلونو مینه او دوستي خرابه کړي. زموږ پښتو لنډۍ د دې شاهدي ورکوي چې کوچیانو او ځایي خلکو له یو بل سره دومره کلکه مینه او دوستي پاللې چې ساری یې په ډیرو ولسونو کې نه شو موندلی. ځایي خلک د خپلو کوچیانو زیاتې ګرځیدا او ګشت ته سخت خپه دي:

ما د کوچي له عمره ځار کړې

چې تمامي عمر په لاره تیروینه

له دې سربیره دوی د کوچیانو ناڅاپي کډې بارولو او د دوی له څنګ څخه کوچیدلو ته هم ویرجن دي. دوی له دغې صحنې څخه چې په شنه سحر کې د کوچیانو اور بلیږي او خپلې خیمې نغاړي ځانونه قربانوي:

ما د کوچي له عمره ځار کړې

د سحري اور یې بلیږي دوی ترې ځینه

د لنډیو له مطالعې څخه جوتیږي چې ځایي خلکو او کوچیانو له یو بل سره خیښۍ او دوستۍ کړي دي. په لاندې لنډیو کې د یوې کوچۍ پیغلې چې په دینیشینو واده شوې د خپل کوچیتوب ارمان ته ځیر شئ:

خدایه کوټې یې کنډوالې کړې

زما یادیږي د کیږدیو شمالونه

 

موټر دې خرڅ کړه اوښه واخله

د کوچي لور یم په جونګې مینه یمه

له پورتنیو لنډیو څخه موږ په اسانۍ کولای، شو چې د ځایي خلکو د مینې، احساساتو، جذباتو او خواخوږۍ اندازه ولګوو. دغه مینه او عاطفه یو طرفه نه ده. بلکې کوچیانو په خپلو دعاګانو سره د کلیو د آبادۍ او ښیرازۍ غوښتنه کړې:

کلی دې تا باندې آباد وي

موږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه

کوچیان نه یوازې دعاګانې ورته کوي، بلکې د خپلې مینې د دوام په موخه د خپل مخ دسمال هم د ډالۍ په توګه خپل کلیوال جانان ته ورکوي:

د مخ دسمال واخله جانانه

موږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه

او کله چې کلیوال د کوچۍ وفا ته ګوري؛ نو حیرانیږي او دغه عادت یې د خوښې وړ ګرځي:

د کوچۍ دا عادت مې خوښ ده

چې یاري وکړي بیا یې سرته رسوینه

سلیمان لایق په یوه راډیویي مرکه کې ویلي ول که خدای مه کړه پښتانه د نړۍ له مخه ټول محوه هم شي موږ د لنډیو پر مټ کولای شو بیرته له سره د هغوی تاریخ، کلتور او اجتماعي ژوند په همغه شکل ولیکو. د لایق د همدې خبرې پر بنسټ موږ له لنډیو څخه د کوچیانو د ژوند بېلابېل اړخونه پلټلی او څیړلی شو. لاندې لنډۍ د حسن اختطام په ډول ولولئ:

 

شین خالۍ دومره شوخي مه کړه

دا کوچیاني کالي دې کلي ورانوینه

 

خیر که ساده باده کوچۍ یم

په ډیرو ښکلو باندې ځان نه ورکومه

 

آواز مې شته جوړه مې نشته

لکه کیږدۍ د پښتنو ولاړه یمه

 

کوچۍ له رنګه غنمرنګه

که شي بدرنګه زه پرې خوښ یمه مینه.