د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه

د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې استاد حبیب الرحمن د یوشمیر نورو اړینو او مهمو موضوعاتو ترڅنګ د ښاغلي فضلي سره د کوچیانو غوښتنې، ستونزې او پېشنهادونه یو په یو شریک کړل، ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیده ګۍ په برخه کې يې ددوی د خاصې پاملرنه غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر ډاډ ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به يې خاصه پاملرنه وکړي او په اړوند برخو کې به د مثبت بدلون لپاره کار وکړي.
د ډاکټر فضل محمود فضلي غوره کاري وړتیا، رښتینولۍ، ژمنتیا او مدیریت ته په کتو ډاډه یو چې د کوچیانو د ښې راتلونکي په برخه کې به د مثبت بدلون نوي بابونه پرانیستل شي.