د کوچیانو چارو سمون عمومي رئیس د کابل له والي سره د کوچیانو پر روغتیا او ژوند مهمې خبرې وکړې

shirzay786
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۹:۲۸
igdk

د کوچیانو د روغتیا او ژوند لپآره اساسي کار دوام لري: نن مو د کابل له والي محمد یعقوب حیدری سره لیدنه لرله، په دغه لیدنه کې مو له نوموړي سره په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او خپلې غوښتنې مو ورسره شریکې کړي. له والي ښاغلي حیدري مو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د وقايې او درملنې په برخه کې د کابل ولایت په سطحه کوچیانو ته خاصه پاملرنه وکړي او هم مو د کابل امر حاجي شریف((شریف)) ورمعرفي کړ څو د کرونا ویروس دخپریدو د مخنیوي او وقايي په خاطر د عامه اړیکو دولتي کمېټې د غړي په حیث کار وکړي، چې له دې وروسته به ښاغلی شریف ددغې کمېټې غړیتوب ولري. ددې ترڅنګ مو له کابل والي و غوښتل چې په ټولو ولسوالیو کې ولسوالانو ته لارښوونه وکړي څو په محلی کچه د کوچیانو سره روغتیايي، بشري او اړین کومکونه وکړي او مستحق کوچیان د عامه خدماتو په ټولو بهیرونو کې شامل او زمینې برابرې کړي څو کوچیان ټولو هغو خدماتو ته لاسرسی ولري چې د دهشینو او عامه خلکو لپاره ددولت او موسساتو له لوري ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه

د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې  رئیس استاد حبیب الرحمن نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې استاد حبیب الرحمن د یوشمیر. . .

جمعه ۱۳۹۹/۲/۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د مبارکې روژې د رارسیدو په ویاړ د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې رهبري د مبارکۍ پيغام

د هیواد جلالتماب جمهور رئیس، د اجریه، قضایه او مقننه قوې درنو مشرانو، د خلکو استازو، جهادي شخصیتونو، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورو افسرانو  او په ټوله کې د رنو او پتمنو  و لسونو !. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱/۳۰ - ۵:۴۸
Background image

د کابل میشتو کوچیانو سره ۵ زره بوجۍ د غنمو مرسته وشوه

وروستۍ اونۍ د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې عمومي رئیس استاد حبیب الرحمن د کابل له والي سره لیدنه کې له دوی غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس پر وړاندې د وقايې او درملنې په برخه کې په ولایتي. . .

BACK TO NEWS