د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د دولت د رسنیو مرکز کې، د رسنیو له لارې د تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو حساب ولس ته ورکړ

shirzay786
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۱۵
د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د دولت د رسنیو مرکز کې، د رسنیو له لارې د تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو حساب ولس ته ورکړ.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن، اداري مرستیال عبدالقدیر دقیق او مسلکي مرستیال انجنیر زمري کوچي، نن د دولت د رسنیو مرکز کې د تېر کال حساب ولس ته وړاندې ورکړ. د یادې ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن وویل: د تېر کال عادي او انکشافي بودیجه چې ۲۰۲ دوه سوه دوه میلونه خوا وشا کیږي منظوره شوې وه، چې له پورتنۍ بودیجې یې ۹۲ دوه نوي سلنه بودیجه موږ په اداري واحدونو او د کوچیانو په ظرفیت جوړونه مصرف کړې ده.

استاد وویل: موږ کابل ولایت کې د کوچیانو له پاره مېلمستون جوړوو چې کار یې ۱۳ دیارلس سلنه شوی باقي یې د ښاروالۍ له لوري له ځنډ او خنډ سره مخ دی.

د تېر کال په بهیر کې موږ په پکتیا کې د کوچیانو امریت ودانۍ جوړه کړه، ۱۲ دولس اطاقونه او یوه احاطه لري.

ددې تر څنګ په کندهار ولایت کې د کوچیانو د ریاست په ودانۍ کار روان دی، چې نیږدې وخت کې به یې پرانیسته وشي.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د دولت د رسنیو مرکز کې، د رسنیو له لارې د تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو حساب ولس ته ورکړ.

استاد حبیب الرحمن زیاته کړه: موږ افغانستان کې د کوچیانو له پاره د ښوونې او روزنې په برخه د پام وړ کارونه کړي او تعقیب کړي دي، موږ هیواد کې ۲۳۱ ښوونځي فعال ساتلي دي چې خوشبختانه ۶۹۰۰۰ نهه شپیته زره  نارینه او ښځینه زده کونکي په کې خپلې زده کړې کوي.

په پورتنیو یادو شویو ښوونځیو کې یې ۵۹ نهه پنځوس ودانۍ لري، ۵۲ یې راروان کال پلان لرو چې جوړ کړو.

د استاد حبیب الرحمن په خبره: ټول هیواد کې ۲۶ شپږویشت ګرځنده او ۱۰ لس ثابت روغتیایي مرکزونه کوچي قشر ته د خدمت کولو په موخه فعال ساتل شوي دي. په تېر لمریز کال کې د هیواد په ۱۲ دولسو ولایتونو کې د عامې روغتیا له لوري ۱۵ پنځلس ګرځنده روغتیایي کلینکونه جوړ شوي، موږ یې وخت پر وخت څارنه کړې چې دې عظیم قشر ته خپل خدمات په ښه ډول وړاندې کړي.

په لومړي ځل مو ۱۵۰۰ پنځلس سوه کوچیان ملي پراختیایي شرکت ته د کار له پاره ورپېژندلي، دغو کوچیانو ته په مختلفو برخو کې د کار زمینه جوړه شوې ده. ددې تر څنګ په ۲۳ درویشت ولایتونو کې ۲۳ بابه نمونوي جوماتونو د پروژې د تطبیق کارونه نهایي شوي چې ډېر ژر به د حج او اوقافو وزارت په مرسته کوچیانو ته جوړ شي.

استاد وویل: سږ کال کوچیانو ته ۱۸۹۰ اتلسوه نوي ټنه د مالونو له پاره خوراکه توکي وېشل شوي دي، په ټول هیواد کې ۳۹۰۰ درې زره نهه سوه ټنه غنم اړمنو کوچیانو باندې ویشل شوي دي. په همدې څېر کابل کې د کوچیانو د شیدو له پاره یو مرکز جوړ شوی دی او موږ پلان لرو چې د کرنې وزارت په ملتیا کوچیاني لبنیاتو ته د پروسس نور مرکزونه هم جوړ کړو.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د دولت د رسنیو مرکز کې، د رسنیو له لارې د تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو حساب ولس ته ورکړ.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن وویل: روان کال په هیواد کې د کوچیانو له پاره ۳۸ د پاکو اوبو څاګانې او سربندونه جوړ شوي دي. ددې تر څنګ مو مرکز او ولایاتو کې سلګونه کوچیانو ته د پاسپورت او تذکرو ورکولو شرایط جوړ کړي دي.

استاد وویل: موږ د کوچیانو د عامه پوهاوي له پاره هرو دریو میاشتو کې د (ایلبند)په نوم مجله چاپوو، ډېر ژر به د کوچي قشر او هیوادوالو له پاره د (کوچیان) په نوم مجله او د کوچي غږ انلاین راډیو د نشراتو د پیل شاهدان هم ووسو.

وروستیو کې استاد حبیب الرحمن زیاته کړه: زموږ یوازینی هدف کوچي قشر ته په هره برخه کې کار کول دي، زه په خپل بااستعداده کاري ټیم ویاړم چې کوچي قشر ته شپه او ورځ کار کوي، دا زموږ مسوولیت دی، مسوولیتونو ته رسیدګي مو لومړیتوب دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۷:۰
Background image

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې (د وري نهمه) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په ولسمشرۍ مانۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۷:۳۰
Background image

د "کوچیان" کتاب مخکتنې غونډه وشوه

د "کوچیان"کتاب چې د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس او د نوي فکر مشر استاد حبیب الرحمن لیکلی دی، د مخکتنې غونډه یې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري تر سره شوه، په یاده غونډه کې د هیواد د. . .

BACK TO NEWS