د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

shirzay786
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۷:۰
د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې (د وري نهمه) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په ولسمشرۍ مانۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د کابینې یو شمېر غړو، د ولسي جرګې استازو، د کوچیانو، مشرانو او ځوانانو حضور درلود، په پیل کې د کوچیانو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن له جمهوررئیس څخه د کوچیانو ورځې د نمانځنې او په دغو مراسمو کې د ګډون مننه وکړه.

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

نوموړي د یاد ریاست د تشکیلاتو، له نورو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ، ګډ کار، د کوچیانو د بېلابېلو ستونزو د حل، کوچیانو ته د ځمکو د وېش، تحصیلي بورسونو د ورکړې، د کدرونو د استخدام، د مېلمستون بیارغاونې او د کوچیانو د سراسري شورا جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر په ملي یووالي، ورورلي، د هیواد اقتصاد، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې د کوچیانو د رول او ارزښت یادونه او په یاد وزارت کې د کوچیانو د سلاکار د مقررۍ وړاندیز وکړ.  هغه زیاته کړه، د کوچیانو د تاریخي او ټولنیز ژوند په اړه به هراړخیزه څېړنه  ترسره او په کتابي بڼه چاپ کړي. همدارنګه یې د افغانستان د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو په ساتنه کې د کوچیانو رول او مرسته وغوښته.

ورپسې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي حیدرجان نعیم زوی او قومي مشر محمدحسن کوچیانو ته د بېلابېلو ادارو له لوري د شویو خدمتونو او د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او همدارنګه یې د سولې، څړځایونو، ورشوګانو، برېښنایي تذکرو د وېش او د کوچیانو د لېسو او ښوونځیو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې ټولو هیوادوالو ته د کوچیانو د ملي ورځې مبارکي پرمهال وویل، افغانستان له ښاري، کلیوالي او کوچي درې برخوجوړ دی او ټولې ادارې یې د کوچیانو لپاره په اړوندو برخو کې د خدماتو په برابرولو مکلفې کړې.

جمهوررئیس وویل، هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي او پیل یې له کمال خان بند څخه کېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې دکوچیانو د مالدارۍ او مېشتېدنې لپاره د عادلانه وېش په موخه دې د اړوندو ادارو ګډ کمېسیون  جوړ شي.

​د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه [Click and drag to move] ​

د هیواد جمهوررئیس په ورځني ژوند کې د کوچیانیو مېرمنو د ارزښتناک رول یادونه  او د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کوچیانو لپاره دې روغتیایي اسانتیاوې برابرې او ځانګړې پاملرنه وکړي.  د مرستو په وېش کې دې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ توپیري چلند نه کېږي او ټول بایدورڅخه برخمن شي.

جمهوررئیس د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې د کوچیانو کوډ پیسې په نورو برخو کې نشي لګول کېدلی، ځکه د لومړي ځل لپاره په بودجه کې د کوچیانو لپاره ځانګړی باب پرانیستل شوی. هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې د کوچیانو رول مهم دی او د دې لپاره دې د کوچیانو ځانګړې شورا جوړه شي.

​د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه [Click and drag to move] ​

جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ او د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شوراګانو په غونډو کې دې اړوند ادارې د کوچیانو لپاره د خپلو خدماتو او کړنو راپور ورکړي. له لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو څخه د کوچیانو د ښوونځیو د سویې لوړولو لپاره ځانګړی ترتیب او پروګرام غواړم.

محمداشرف غني څرګنده کړه، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمۍ کې دې د کوچیانو لپاره ځانګړې برخه جوړه شي، د ورشوګانو د غاصبانو نوملړ دې ترتیب شي، ځکه ورشوګانې ملي پانګه ده چې ساتنه یې د کوچیانو، ژوند چاپیریال او ګرځندوی صنعت لپاره مهم دی او په دې برخه کې باید عامه پوهاوی زیات شي.

​د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه [Click and drag to move] ​

د هیواد جمهوررئیس د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه، په کومو ولایتونو کې چې کوچیان زیات دي هلته دې په ولایت کې د کوچیانو مشاوریت ایجاد شي او همدارنګه دې د کوچیانو د کدرونو لېست ترتیب او په شفاف ډول دې په بېلابېلو برخو کې استخدام شي.

​د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه [Click and drag to move] ​

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۷:۰
Background image

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې (د وري نهمه) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په ولسمشرۍ مانۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۷:۳۰
Background image

د "کوچیان" کتاب مخکتنې غونډه وشوه

د "کوچیان"کتاب چې د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس او د نوي فکر مشر استاد حبیب الرحمن لیکلی دی، د مخکتنې غونډه یې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري تر سره شوه، په یاده غونډه کې د هیواد د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د دولت د رسنیو مرکز کې، د رسنیو له لارې د تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو حساب ولس ته ورکړ

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن، اداري مرستیال عبدالقدیر دقیق او مسلکي مرستیال انجنیر زمري کوچي، نن د دولت د رسنیو مرکز کې د تېر کال حساب ولس ته وړاندې ورکړ. د یادې. . .

BACK TO NEWS