د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

shirzay786
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۱۰
د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان  او ډاډ یې ورکړ، چې د تل په څېر د هیواد دفاع ته چمتو دي. دوی د سولې، ملي پروژو او کوچیانو ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه.

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېر څه وکړل، خو د جګړې، وژنو او ورانیو مسوول طالبان دي، که دوی افغانان وي، را دې شي چې د هیواد په اړه پایلې ته ورسېږو.

د هیواد جمهوررئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ.

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

محمداشرف غني وویل، زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د دې وخت راغلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هیواد دابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۷:۰
Background image

د کوچیانو ملي ورځ(د وري نهمه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې (د وري نهمه) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په ولسمشرۍ مانۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۷:۳۰
Background image

د "کوچیان" کتاب مخکتنې غونډه وشوه

د "کوچیان"کتاب چې د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس او د نوي فکر مشر استاد حبیب الرحمن لیکلی دی، د مخکتنې غونډه یې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري تر سره شوه، په یاده غونډه کې د هیواد د. . .

BACK TO NEWS