د کوچیانو مالداري نظام پاملرنه غواړي

کوچیان زموږ د ملي اقتصاد یوه نه بیلیدونکې برخه ده. زموږد ګران هیواد افغانستان ۷۰ سلنه خاوره دښتې او غرونه او شنه ورشو جوړوي, ددې لپاره په یاده ځمکه کې الهي تولید شوې انرژي یعنې شنه بوټي او شینلی مو دانسان د اړتیا وړ خوندورو خوړو لکه (غوښو, شیدو, مستو ...) او نورو اومه صنعتي موادو بدل کړي وي نو اړینه ده چې کوچیانی مالداري نظام پياوړی او د کوچی ژوند, ښوونې, روزنې روغتیا, مالداري نظام ته پاملرنه وکړو. کوچیانو ته داسې اسانتیاوې رامنځته کړو چې کوچیان وکولای شي په اسانی سره خپله پيښه(مالداري) پرمخ بوځي, معیشتي ژوند یې سمسور او د هیواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې ارزښتمنه ونډه تر سره کړي

همدا اوس د میلیونونو ډالرو په ارزښت نباتي شیدې, ملایي, پنیر, خامه, چکه او تروې له ایران او پاکستان څخه واریدیږي او د نړیوالې ټولنې هغه مرسته شوې پيسې چې د افغانستان د بیا رغونې په مقصد افغانستان ته ورکول کیږي په همدغو یخچالي غوښو او مصنوعي لبنیاتو له ملکه ایستل کیږي. که مو کوچیانی مالداري نظام و نه رغاوه نو بیا به په ایراني تروو خامې او چکې پسې سوپر مارکیټونه لټوو.

تر کومه ځایه چې د کوچیان چارو سمون ادارې واکونه اجازه ورکوي یادې ادارې پدی لاره کې خپلې ټولې هڅې کړي او له شته امکاناتو څخه یې رغنده کار اخیستی دی. هیله مند یو چې نور سکتوري وزارتونه او ادارې هم مسوولانه قدمونه پورته کړي او د کوچیانو د مالداري نظام په بیا رغونه کې رغنده برخه واخلي.