د کوچيانو چارو سمون لوی رياست پروژي د پروپوزل ليکونکي بست اعلان ته ورکړ

shirzay786
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۶:۳۲
igdk

Publish Date

Closing Date

 

د دندی اعلان

پروپوزل لیکونکي

د اعلان نیټه : 

6/12/1398 تر 16/12/1398

د دندي د اعلان شميره

GDK-17-1398                                            

ځای

کابل مرکز

اداره

دکوچېانو چارو دسمون لوی ریاست

پروژه

د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې پروژه

معاش

د (NTA ) له سکیل سره سم

د پوست کېدو نیټه

6/12/1398

د قرارداد بڼه

مکمله  پوره ورځ

د قرارداد موده

(10) میاشتي

د دندې شمېر

 ( 1 ) یو

دندې ډول

اداري  

ملت

افغان

شفټ:

8:00 AM to 4:00PM                                                        

کاري تجربه

۳ نه تر ۵ کال پورې                                                         

تحصیل

لسانس

جنسیت

نارینه او ښخینه دواړه                             

 

شالید:

 

د کوچېانو چارو د سمون لوی ریاست له ۱۳۸۵ کال دمخه د سرحدونو او قبایلو چارو په چوکاټ کی کار  او فعالیت درلود ، په کال ۱۳۸۵ کی د کوچې قومونود ستونزو دحل او دهغوی  ټولنیزو،فرهنګی او اقتصادی ستونزو ته د لاس رسي په موخه  په  ولسی جرګ کی د محترمو وکیل صاحبانو   په وړاندیز او د افغانستان د اسلامی جمهوریت دوخت ولسمشر د (۱۳۸۵) کال د۴ مې ګڼې دحکم پر اساس د کوچېانو چارو د سمون لوی  ریاست  تر عنوان لاندی په مستقله توګه منځ ته راغی چې په ۳۱ ولایتونو کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت په منظورۍ  یاد ریاست  د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ ، او پالیسي سازۍ د پروژې تر نامه لاندې  پراختیایې پروژه ترلاسه کړه چې اوسمهال د کوچیانو چارو دسمون لوی ریاست په چوکاټ کې بیلابیل فعالیتونه سر ته رسوي.  

ددندې لنډیز:

 

قرارداد کوونکی به د پروژې له مدیر سره نږدې کار کوي او د سرته رسیدلو تحقیقاتو په رڼا کې به د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي لپاره پروپوزلونه چمتو کوي، نوموړي مسؤلیت لري ترڅو د خیریه سازمانونو څخه د پروژو د ترلاسه کولو په منظور،  د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي لپاره په مختلفو برخو کې لکه اجتماعي، مشورتي، ساختماني، تحقیق... پروپوزلونه او طرحې چمتو کړي او د  ددولتي او خیریه بنسټونو سره اړیکې جوړې کړي ترڅو د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست و کولای شي د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي لپاره پروژې ترلاسه کړي.

 

د دندې مسؤلیتونه:

  • د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي لپاره د پروپوزلونو او طرحوچمتو کول
  • د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي په لپاره د پروژو د ترلاسه کولو په منظور د دولتي او خیریه بنسټونو سره د اړیکو د پل رغول او تقویت
  • په منظمه او دوامداره توګه د کوچیانو د ژوندانه د بهبود لپاره د پروژو د موندنې هڅې
  • د دولتي او خیریه بنسټونو د غوښتنو او وړاندیزونو(RFPs)  سره سم په انګریزي ژبه او د اړتیا پرمهال په ملي ژبو د تخنیکي او مالي پروپوزلونود بشپړ لیکلو مسؤلیت لري،
  • د کوچیانو چارو د ریاست کارمندانو ته د پروپوزل لیکنې اړوند د ظرفیت لوړونې د تریننګونو دایرول
  • په عملي توګه د پروژې د کارمندانو لپاره د پروپوزلونو د انکشاف اړوند لارښوونې
  • د پروپوزلو، طرحو، کانسفټ نوټونو په مسلکي توګه ډیزاینول
  • ډونرانو ته د خپلو ورکړل شوو پروپوزلونو نه دفاع کول
  • له انګریزي نه ملي ژبو او له ملي ژبو نه انګریزي ژبې ته د راپورونو، تریننګ منولونو، اسنادو... ترجمه
  • له بین المللي ډونرانو سره د کوچیانو چارو د ریاست د مشرتابه د ملاقاتونو پرمهال د ژباڼې او تفاهم اسانتیاوې رامنځته کول
  • د پروژې د مدیر اوعمومي رئیس لخوا د دندې اړوند ورسپارل شوي نور مسؤلیتونو ترسره کول .

د دندې غوښتنې:

 

  • لږ تر لږه د ۳ نه تر ۵ کلونو پورې پروپوزل لیکنه، د پروژو ډیزاین کې کاري تجربه ولري.
  • د لیسانس/ ماسټری ترکچې پورې زده کړي ولري چې له یوې معتبري تعلیمي مؤسسې څخه تائېد شوي وي.
  • په پښتو ، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې ، لیکل او لوستل وکولای شي.
  • د افغانستان د ددولت د تدارکاتو د قوانینو سره بلدتیا ولري
  • د ملي او بین المللی خیریه بنسټونو، انجوګانو د پروژو د ترلاسه کولو له پروسیجرونو سره بلدتیا ولري،

څوک کولای شي برخه واخلي:

 

  • د پروفوزل لیکنه په برخه کې ګڼو عالي  مهارتونو لرونکی وي او په بېلا،بېلو برخو کې لکه اجتماعي، تعلیمي، ساختماني، مشورتي برخو کې د پروپوزلونو د تخنیکي او مالي پروپوزلونو د چمتو کولو لوړه وړتیا ولري.
  • په انګریزي، او ملي ژبو د لیک لوست او خبروکولو د څلورمې درجې لوړې وړتیا لرونکی وي.
  • په اداري چارو برلاسی او  پوهاوی اړین دی.
  • د کمپیوټر په پروګرامونو ( ورډ ، اکسل او فاور فوافینټ ) پوهېدل.
  • د پروپوزلونو د ډایزینولو په برخه کې ځانګړی مهارت درلودل

څنګه او چېرته خپل اسناد جمع کړئ:

 

تاسو کولای شي خپل اسناد لاندې بریښنالیکونو ته واستوی.

hr.igdk786@gmail.com

 او هارډ کاپي کولای شی لاندې ادرس ته راوړئ.

د کابل ښار لسمه حوزه شهرنو، د امټي ان مخابراتي شرکت ددفتر شاته کوڅه،  د افغانستان د طبي شورا دفتر ترڅنګ د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې د پروژې دفتر

اړینه یادونه: یواځي هغه څوک په لیکلي ازمونه او مخامخ مرکو کې برخه اخستلای شي چې شارټ لست شوي وي.