د کوچيانو چارو سمون لوی رياست پروژي د معلوماتو راټولونکی همکار لس بستونه اعلان ته ورکړل

shirzay786
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۶:۳۰
igdk

Publish Date

Closing Date

 

د دندی اعلان

ولایتونو د معلوماتو راټولونکي همکار

د اعلان نیټه : 

6/12/1398 تر 16/12/1398

د دندي د اعلان شميره

GDK-19-28-1398                       

ځای

کابل مرکز

اداره

دکوچېانو چارو دسمون لوی ریاست

پروژه

د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې پروژه

معاش

د (NTA ) له سکیل سره سم

د پوست کېدو نیټه

6/12/1398

د قرارداد بڼه

مکمله  پوره ورځ

د قرارداد موده

(10) میاشتي

د دندې شمېر

( 10 ) لس بستونه

دندې ډول

اداري  

ملت

افغان

شفټ:

8:00 AM to 4:00PM                                                        

کاري تجربه

دوه کالو پورې                                                       

تحصیل

بکلوریا،فوق بکلوریا یا لیسانس

جنسیت

نارینه او ښخینه دواړه                             

 

شالید:

 

د کوچېانو چارو د سمون لوی ریاست له ۱۳۸۵ کال دمخه د سرحدونو او قبایلو چارو په چوکاټ کی کار  او فعالیت درلود ، په کال ۱۳۸۵ کی د کوچې قومونود ستونزو دحل او دهغوی  ټولنیزو،فرهنګی او اقتصادی ستونزو ته د لاس رسي په موخه  په  ولسی جرګ کی د محترمو وکیل صاحبانو   په وړاندیز او د افغانستان د اسلامی جمهوریت دوخت ولسمشر د (۱۳۸۵) کال د۴ مې ګڼې دحکم پر اساس د کوچېانو چارو د سمون لوی  ریاست  تر عنوان لاندی په مستقله توګه منځ ته راغی چې په ۳۱ ولایتونو کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت په منظورۍ  یاد ریاست  د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ ، او پالیسي سازۍ د پروژې تر نامه لاندې  پراختیایې پروژه ترلاسه کړه چې اوسمهال د کوچیانو چارو دسمون لوی ریاست په چوکاټ کې بیلابیل فعالیتونه سر ته رسوي.  

د دندې لنډیز:

 

قرارداد کوونکی به د پروژې له مدیر او د ولایتونو د اړیکو او هماهنګی د مسول سره نږدې کار کوي، ددې کارکوونکې عمده دنده به په ولایتونو کې کوچي سرخیلانو د شورا ګانو جوړونه، د شوراګانو د اعضاوو د ظرفیت لوړونه او د ولایتي برنامو تدویر وي. همدارنګه نومړی شخص دنده لري تر څو د ډیزاین شوو پوښتنلیکونو مطابق له کوچي ولسونو نه ارقام او معلومات راټول او مرکزي دفتر ته یې پروخت وسپاري. همداراز نوموړي د ارقامو او معلوماتو دثبت او تنظیم مسولیت هم لري.

د ساحوي کارمندانو مسؤلیتونه:

 

  • په ولایتونو کې د کوچي شوراګانو د نظام د رغونې په منظور ولایتي برنامې دایرول
  • په مرکزکې د ظرفیت لوړونې په تریننګونو کې ګډون کول
  • په ولایتونو کې د ارقامو او معلوماتو ټولونه او له کوچي سرخیلانو، عامه کوچیانو سره د پوښتنلیکونو مطابق مصاحبې سرته رسول
  • ډیټا انټري
  • د خپلواجرا شوو فعالیتونو د میاشتیني، ربعوار او کلني پلان چمتو کول

 

  • د معلوماتو راټولونکی همکار دنده لري چې د معلوماتو د راټولولو تر څنګ معلومات تنظیم، تحلیل او تجزیه او په سمه توګه ترتیب او په دفتر داری کې وساتي.
  • د پروژې د مدیریت له خوا د نورو سپارل شوو دندو سرته رسول

د دندې غوښتنې:

 

  • لږ تر لږه  دوه کاله  کاري تجربه ولري.
  • بکلوریا یا فوق بکلوریا  زده کړي ولري
  • په پښتو ، دري ژبو روانې خبرې ، لیکل او لوستل وکولای شي.
  • د افغانستان د حکومت له کړنو او فعالیتونو ، طرحو ، قوانینو ، طرزالعملونو ، او مقرروسره بلد وي
  • د هیوادو په روانو امنیتي شرایطو کې د افغانستان مختلفو ولایتونو ته د تګ راتګ وړتیا حتمي ده

څنګه او چېرته خپل اسناد جمع کړئ.

 

تاسو کولای شي خپل اسناد لاندې بریښنالیکونو ته واستوئ.

hr.igdk786@gmail.com

 او هارډ کاپي کولای شی لاندې ادرس ته راوړئ.

د کابل ښار لسمه حوزه شهرنو  د افغانستان د طبي شورا دفتر ترڅنګ د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې د پروژې دفتر

اړینه یادونه: یواځي هغه څوک په لیکلي ازمونه او مخامخ مرکو کې برخه اخستلای شي چې شارټ لست شوي وي.