د کوچيانو چارو سمون لوی رياست پروژي د آشپز بست اعلان ته ورکړ

shirzay786
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۶:۳۳
igdk

Publish Date

Closing Date

 

د دندی اعلان

اشپز

د اعلان نیټه : 

6/12/1398 تر 16/12/1398

د دندي د اعلان شميره

GDK-32 --1399                                            

ځای

کابل مرکز

اداره

دکوچېانو چارو دسمون لوی ریاست

پروژه

د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې پروژه

معاش

د (NTA ) له سکیل سره سم

د پوست کېدو نیټه

6/12/1398

د قرارداد بڼه

مکمله  پوره ورځ

د قرارداد موده

(10) میاشتي

د دندې شمېر

 ( 1 ) یو

دنده

اشپز

ملت

افغان

شفټ:

8:00 AM to 4:00PM                                                        

کاري تجربه

یو کال پورې

تحصیل

بکلوریا

جنسیت

نارینه

 

شالید:

 

د کوچېانو چارو د سمون لوی ریاست له ۱۳۸۵ کال دمخه د سرحدونو او قبایلو چارو په چوکاټ کی کار  او فعالیت درلود ، په کال ۱۳۸۵ کی د کوچې قومونود ستونزو دحل او دهغوی  ټولنیزو،فرهنګی او اقتصادی ستونزو ته د لاس رسي په موخه  په  ولسی جرګ کی د محترمو وکیل صاحبانو   په وړاندیز او د افغانستان د اسلامی جمهوریت دوخت ولسمشر د (۱۳۸۵) کال د۴ مې ګڼې دحکم پر اساس د کوچېانو چارو د سمون لوی  ریاست  تر عنوان لاندی په مستقله توګه منځ ته راغی چې په ۳۱ ولایتونو کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت په منظورۍ  یاد ریاست  د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ ، او پالیسي سازۍ د پروژې تر نامه لاندې  پراختیایې پروژه ترلاسه کړه چې اوسمهال د کوچیانو چارو دسمون لوی ریاست په چوکاټ کې بیلابیل فعالیتونه سر ته رسوي.  

د کارمند دندې او مسولیتونه

  • اشپز باید په اشپزۍ کې کم تر کمه درې کلنه سابقه ولري.
  •  اشپز باید ډاډ ورکړي چې خواړه پاک او په سمه توګه پاخه شوي او هر وخت خواړه په داسې ځای کې وساتي چې له هر ډول ککړتیا او خرابتیا خوندې وي.
  • اشپز باید ډاډ ورکړي چې پاخه او اومه خواړه محفوظ دي او په منظم ډول په مناسب ځای کې کیښودل شوي دي.
  • اشپز باید ډاډ ورکړي تیار خواړه له اشپزخانې نه دفترونو او یا هم طعام خانې ته په خپل وخت ګرم او پاک ورسوي.
  • اشبز باید ډاډ ورکړي چې د خوراکې توکو په رانیولو کې سپما کوي.
  • اشپز باید ډاډ ورکړي چې اشپزخانې اړوند ټولو شیانو ته پاملرنه وکړي او څومره شیانو ته چې د چوپړ پر مهال اړتیا وي ادارې ته یې وړاندیز کړي.
  • اشپز باید ډاډ ورکړي چې په اشپزخانه کې له اجازي پرته هیڅوک نه شي داخلیدلای.
  • اشپز د ادارې د دفتر محرم دی او لازمه ده چې د ټولو محرمیاتو ساتنه وکړي.
  • اشپز به د ادارې د انکشافي پروګرامونو د غونډو او کنفرانسونو لپاره هم د روټین دندې ترڅنګ حاضري ورکوي.

 

 

د کار شرایط (د زده کړې او کاري تجربې کچه):

دغه لایحه دنده په اساس د قانون 7 او 34 ملکي خدماتونو کارکوونکي د لاندې لږترلږه شرایطو او معیارونو سره تنظیم کړئ:

  1. تعلیمی سند ته اړتیا نشته.
  2. کاري تجربي ته اړتیا نشته.
  3. یوې رسمي ژبې کې ماهر وي( پښتو یا دری)

څنګه او چېرته خپل اسناد جمع کړئ:

 

تاسو کولای شي خپل اسناد لاندې بریښنالیکونو ته واستوی.

hr.igdk786@gmail.com

 او هارډ کاپي کولای شی لاندې ادرس ته راوړئ.

د کابل ښار لسمه حوزه شهرنو، د ام ټي ان مخابراتي شرکت ددفتر شاته کوڅه،  د افغانستان د طبي شورا دفتر ترڅنګ د ظرفیت لوړونې ، ریسرچ او پالیسی جوړونې د پروژې دفتر