د مبارکې روژې د رارسیدو په ویاړ د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې رهبري د مبارکۍ پيغام

asmat_admin
جمعه ۱۳۹۹/۲/۵ - ۱۰:۴۳
igdk general director

د هیواد جلالتماب جمهور رئیس، د اجریه، قضایه او مقننه قوې درنو مشرانو، د خلکو استازو، جهادي شخصیتونو، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورو افسرانو  او په ټوله کې د رنو او پتمنو  و لسونو !

سبانیکمرغه جمعه د رمضان المبارک لومړۍ ورځ ده، ددغې مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله ټولو پتمنو هېواد والو او د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې مېشتو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم، څښتن تعالی دې دغه مبارکه میاشت په  ګران هېوا  افغانستان کې د تلپاتې سولې پيلامه  او د شته ناخوالو او وینې تویدنې د پای ته رسیدو زیري لرونکي کړي.

 مبارکه روژه د بخښنې میاشت ده، ټول باید یو بل ته دبخښنې او ورورۍ غیږې پرانیزې، له علماؤ مو غوښتنه ده چې له منبره خلکو ته د یووالي، سولې، هېواد جوړونې، زغم او یو بل منلو پيغامونه ورکړي او ټول روژه لرونکي د روژه ماتې پرمهال په هېواد کې د سرتاسري سولې د ټینګښت دوعاګانې وکړي.

 د مبارکې روژې د رارسیدو په درناوي په شتمنو هېواد والو، سوداګرو او کورنیو غږ کوم چې د خپل کلي او کور مظلومې کورنۍ له پامه ونه غورځوي، د هغوی سره مرستې وکړي، د بې وزلو  دسترخوان او روژه ماتی ښکلی کړي او په دې سره د څښتن تعالی رضایت حاصل کړي.

په درنښت

استاد حبیب الرحمن

د کوچیانو چارو سمون لویې ادارې رئیس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۸:۴۰
Background image

د کوچیانو چارو ادارې لوی رییس استاد حبیب الرحمن،له سرحدونو او قبایلو نوي سرپرست وزیر محب الله صمیم سره ولیدل.

د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس استاد حبیب الرحمن د سرحدونو او قبایلو نوي سرپرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته مبارکي ورکړه. استاد حبیب الرحمن وزیر صیب د یاد وزارت له پاره په اوسني وخت کې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۹:۳۶
Background image

د کوچي سرخیلانو او مشرانو د ظرفیت لوړونې، جرګو او د نظام رغونې ولایتي روزنیز پروګرام تر سره شوه

په کابل کې د کوچي سرخیلانو او مشرانو د ظرفیت لوړونې،جرګو او نظام رغونې ولایتي غونډه وشوه. په غونډه کې کوچي سرخیلانو، مخورو، درنو مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د کوچي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۵:۰
Background image

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره ناسته کې د کوچیانو پر حقونو او ټولو برخوکې پرفعالې ونډې اړینې غوښتنې شریکې شوې

نن د کوچیانوچارو سمون لویې ادارې مشرتابه  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له نوي رهبري ښاغلي شمیم خان کټوازي سره لیدنه وکړه، لومړی یې ور ته د نوې دندې مبارکۍ وویله او وروسته یې ورسره. . .

BACK TO NEWS