د لوی رئيس ژوند ليک

 

د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس ښاغلي استاد حبیب الرحمن  لنډه پېژندنه

دکوچیانو چارو د سمون لوی ریاست ریساستاد حبیب الرحمن د خدای بخښلي الحاج عبدالسمیع زوی دی، په ۱۳۵۷ ه ل کال د لوګر ولایت ،محمداغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
لومړنۍ زده کړې يې په  امام ابو حنیفه عالي مدرسه کې پيل کړې،  په ۱۳۷۱ ه ل کال  يې له همدې مدرسې په عالي درجه د فراغت سند ترلاسه کړ او ویاړلې لونګۍ يې په سر کړه، په بېلابیلو علمي مرکزونو کې يې د ښوونکي په صفت  سپيڅلي دندې ترسره کړې اود  لا علمي بډاینې په موخه يې د دیني علومو له استادانو په دغه برخه کې د لانور علم او معرفت فیض حاصل کړ.
 استاد حبیب الرحمن په همدې بسنه ونکړه، په ۱۳۷۳ ه ل کال  یې په کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی پيل کړ، په ۱۳۷۷ ه ل کال يې خپلې د لیسانس دورې زده کړې په کدر درجه پای ته ورسولې، استاد چې څښتن تعالی ښه وړتیا او استعداد ورکړی له پوهنځي په فارغیدو ادارې بیرته په همدې پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي استاد وګماره او په ګڼو علمي مرکزونو کې يې د افتخاري استاد په صفت دندې ترسره کړې.
ورورسته استاد ته  دخپل بریالي خدمت ، سپيڅلي نیت  او دخپلو پراخو ټولنیزو فعالیتونو له امله د ځوانانو په اتحادیه کې هم دتعلیم او تربيې د ریاست څوکۍ ورکړل شوه او په عین وخت کې يې دهېواد تر هر وګړي او هر بچي  د پوهنې او فکري رغونې د رڼا رسولو په موخه  دنوي فکر په نوم یو منظم مدني محور رامنځته کړ،چې ګڼ ټولنیز، علمي او دبشري خدماتو وړاندې کولو پروګرامونه لري. 
استاد حبیب الرحمن د هېواد د یو رښتیني بچي په صفت خپل هر مسؤلیت په رښتینولی ادا کړ، زرګونو ځوانانو ته يې د علم او پوهې پيغامونه ورسول او د علم په رڼا يې تیاره فکرونه روښانه کړل،همدا ؤ چې د افغان ځوانانو ټولنې له لوري ددغې ټولنې رئیس وټاکل شو.
  استاد استاد دی او هڅه يې همدا ده چې تر هر کلي او هر کور دعلم رڼاګانې ورسیږي ، همدې سپيڅلي هدف ته د رسیدو لپاره يې د اشراق عالي لېسې او دارالعلوم بنسټونه کېښودل او په منظمه توګه يې دغه برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې.
د استاد حبیب الرحمن د پراخو ټولنیزو او علمي فعالیتونو، په پوهنتون کې د غوره استادۍ  او له هېواد سره د بې کچې مینې له امله د کابل پوهنتون دعلمي بورد له خوا د همدې پوهنتون د مرستیال په توګه وټاکل شو،دغه دنده يې هم په پوره امانتدارۍ، ایماندارۍ، دصداقت او رښتینولی ترسره کړه. 
  استاد له سیاست هم لرې پاتې نشو، په ۱۳۹۲ ه ل کال د تحول او تداوم  ټاکنیز ټیم چې مشر يې ډاکټر محمد اشرف غني ؤ سره یوځای شو او د دغه ټیم د فرهنګي کمېټې معاون وټاکل شو،دلته يې هم بریالی ماموریت ترسره کړ او د دوامدارو علمي هلوځلو په لړ کې يې سعودي عربستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته ارزښتمن سفرونه ترسره کړل،چې له ښه بخته د دغو علمي سفرونو له ګټې ګڼ شمیر هېواد وال هم برخمن شول.
 . همدارنګه استاد د هېواد په داخل او بهر کې د علمي سير او نويو علمي اکتشافاتو د حصول په منظور يو شمېر سفرونه هم کړي چې د ټولو بيان به دې بيوګرافۍ له حوصلې لوړ وي اما له هېواده بهر يې سعودې، اماراتو او هندوستان ته علمي سفرونه وکړل او ښې علمي لاسته راوړنې يې ولرلې.
استاد په پښتو، دري،عربي  او اردو ژبو  ښه تسلط لري او  له همدې ژبو يې د ګڼو علمي لاسوندونو او اثارو په ترتیب کې ګټه اخیستې،د استاد  چې اوسمهال د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې مسؤلیت په غاړه لري ، علمي خدمتونه، فعالیتونه او مهارتونه يې لکه لمر روښانه دي.
بریالی او خوښ دې وي