د لوی رئيس ويناوی

د لوی رئيس ويناوی:

د کوچیانو لوی ریاست رئیس استاد حبیب الرحمن وینا

نحمده ونصلی علی رسول الکريم اما بعد:

درنو ميلمانو، د رسنيو استازو، خويندو او ورونو

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته

کوچیان د افغانستان اصلي بومي اوسیدونکي دي او په هېواد کې په شته میشتو بېلابېلو قومونو او ملیتونو پورې تړاو لري. زموږ د هېواد کوچیان د ژوندانه له هماغه لومړي پیل څخه تر دې دمه خپلې مالدارۍ ته دوام ورکوي او له دې لارې خپل معیشت کوي. کوچیان زموږ د هېواد د نفوس د پام وړ برخه جوړوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوړي او ژمي مېنې لري. دوی په اوړي یخو او مرتفع غرنیو سیمو چې ایلبندونه یې بولي کوچیږي او دغه شان د ژمي په موسم کې خپلو ژمنیو مېنو ته ستنیږي او د خپلو رمو او ګلو ساتنه او پالنه کوي.
کوچیان زموږ د هېواد له پاره یو ستر اقتصادي فرصت دی او زموږ د هېواد د ملي اقتصاد غوښنه برخه په کوچیاني محصولاتو او کوچیاني اومه نیمه صنعتي موادو لکه: وړۍ، وزغنو، پوستکو، غوښو او لبنیاتو ولاړه ده.

د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د یو تشکیلاتي واحد (لوی رياست) په توګه رامنځ ته شو او د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ( د ریاستونو او آمریتونو په کچه) لري او د یو پراخ تشکیل په درلودلو سره د هیواد کوچیانو له پاره خدمات وړاندې کوي.

- د هېواد په کچه په هر ولایت کې د کوچیانو سیمه ېیزې شوراګانې فعالې دي. د کوچیانو د فرهنګي دود او دستور او مسئلو د حل لپاره سرخیلان ټاکل شوي او خپلو ستونزو او چارو ته رسیده ګي کوي. دغه چاره کولای شي د هیواد د عدلي او قضايي څانګو لپاره هم د یو ممد په توګه ګټور تمام شوی او د سولې او امنیت د فضا په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

- د کوچیانو چارو نشراتي ارګان د ایلبند مجله مهال ویش سره سم خپریږي او د کوچیانو د ټولنیز ژوند د ښه والي، فرهنګ، مالدارۍ نظام او روغتیا لپاره وړ او مناسب مطالب او مضامین خپروي. دغه راز د کوچیانو ویب پاڼه او فسبوک پاڼه د ضروري مطالبو او مضامینو په خپرولو د کوچیاني ژوند له سمون سره مرسته کوي.

- د کوچیانو د مالدارۍ نظام د بیا رغولو او ودې لپاره له بیلابیلو سکتوري وزارتونو او اداراتو سره همغږي په دوامداره توګه روانه ده او په دې برخه کې اړین فعالیتونه د اړونده وزارتونو او دغه راز کلیپ برنامې او هیلنیټ روغیتايي موسسې له خوا ترسره شوي دي.

- د ژمي په موسم کې د حیواناتو لپاره د پروړې زیرمتونونه یا فیډربانکونه جوړ شوي دي.

- د کوچیانو لپاره په ټولو ولایتونو او سیمو کې روغیتايي ثابت او ګرځنده کلینیکونه موجود دي چې روغتیايي خدمات تر سره کوي.

د کوچیانو د میشت کولو په برخه کې په زیاتره ولایتونو کې ځمکه پام کې نیول شوې، ښارګوټي جوړ شوي او ویش ته اماده دي.

- په ټولنیز ژوند کې د کوچیانو د ونډې او فعالیت د زیاتولو لپاره کوچیانو ته د تذکرو ویش او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم کار ترسره شوی.

- د کوچیانو د اولادونو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره ښوونځي، لیلیه لېسې او د سواد زده کړې کورسونه موجود دي.

- هر کال شل تنه کوچي زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره د هندوستان هېواد ته لېږي.

- هر کال د سلو په شاوخوا کې کوچیان د حج فریضې ادا کولو لپاره حج ته لیږو.