د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره ناسته کې د کوچیانو پر حقونو او ټولو برخوکې پرفعالې ونډې اړینې غوښتنې شریکې شوې

shirzay786
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۵:۰
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره ناسته کې د کوچیانو پر حقونو او ټولو برخوکې پرفعالې ونډې اړینې غوښتنې شریکې شوې

نن د کوچیانوچارو سمون لویې ادارې مشرتابه  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له نوي رهبري ښاغلي شمیم خان کټوازي سره لیدنه وکړه، لومړی یې ور ته د نوې دندې مبارکۍ وویله او وروسته یې ورسره ځیني مهم موضوعات شریک کړل.

د کوچیانوچارو سمون لویې ادارې مشرتابه له دوی وغوښتل چې په ټول هېواد کې په محلي کچه سیمه ییزمسؤلین د کوچیانو سره همکاریو ته وهڅوي، په ولایتونوکې د کوچیانوچارو سمون لویې ادارې محلي مسؤلینو ته د ولایت په اداري جلسوکې ونډه ورکړي، څو ستونزې او غو ښتنې شریکې کړي او هم یې  ترې وغوښتل چې په ولایتونوکې کوچیان هم لکه د نورو اړمنو هېواد والو په بشري مرستوکې یادوساتي او د مستحقو کورنیو لاسنیوی وکړي.

igdk

استاد حبیب الرحمن همداراز د  محلي ارګانونو خپلواکې ادارې له رهبري غوښتنه وکړه چې د ولایتي مسؤلینو په مرسته کوچیان د هرملي بهیر برخه وګرځوي، څو د روغتیا، پوهنې، ټولنیز ژوند ښه والي او نورو برخوکې ورته په پاملرنې ددغه قشر په ژوندکې مثبت بدلون رامنځته شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه بیا له دوی څخه د مننې ترڅنګ ژمن شو چې د شویو وړاندیزونو پر بنسټ به ټولو ولایتونو ته لارښوونه وکړي او په دغه برخه کې به د مثبت بدلون راوستو په موخه عملي قدمونه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۵:۰
Background image

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره ناسته کې د کوچیانو پر حقونو او ټولو برخوکې پرفعالې ونډې اړینې غوښتنې شریکې شوې

نن د کوچیانوچارو سمون لویې ادارې مشرتابه  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له نوي رهبري ښاغلي شمیم خان کټوازي سره لیدنه وکړه، لومړی یې ور ته د نوې دندې مبارکۍ وویله او وروسته یې ورسره. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه

د کوچیانو چارو سمون لوی ادارې  رئیس استاد حبیب الرحمن نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه ډاکټر فضل محمود فضلي سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې استاد حبیب الرحمن د یوشمیر. . .

جمعه ۱۳۹۹/۲/۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د مبارکې روژې د رارسیدو په ویاړ د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې رهبري د مبارکۍ پيغام

د هیواد جلالتماب جمهور رئیس، د اجریه، قضایه او مقننه قوې درنو مشرانو، د خلکو استازو، جهادي شخصیتونو، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورو افسرانو  او په ټوله کې د رنو او پتمنو  و لسونو !. . .

BACK TO NEWS