د تخنيکي مرستيال ژوند ليک

د کوچیانو لوی ریاست د تخنیکیِ او مسلکي مرستيال ښاغلي زمری کوچې لنډه پېژندنه  

دکوچیانو تخنيکي مرستيال

 

ښاغلی زمری کوچې  د بيټني  زوی  او د وکيل عبدالرحمن کوچي لمسی په ۱۳۶۵ ل.ل کال کې د غزني ولايت په قلعه جوز  نومي کلي په يوه روشانفکره کورنۍ کې زيږدلي دی او له ټولنيزه اړخه د کوچي په غيرتمن او هيواد مين ټبر پوري اړه لري.

لومړنۍ زده کړې يې د غزني ولايت په کوچيانو ليليه ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې يې د کابل ولايت په انصاري عالي ليسه کې پای ته رسولې دي.

په ۱۳۸۹ کال کې د کابل پوليتخنيک پوهنتون د نفت او ګاز څانګه کې شامل او په ۱۳۹۳ ل.ل کال کې یې له ياد پوهنتون څخه د ليسانس سند تر لاسه کړ.

ښاغلي زمري کوچي چی له وړکتوب څخه ځيرک او په زده کړو مين ځوان وه په ليسانس زده کړو يې بسنه ونکړه او په خپله وړتيا او استعداد يې د جرمني هيواد په بورسيه کې د اوبو د تنظيم مديريت برخه کې په ۱۳۹۷ کال کې خپله ماسټري په بريا سره پای ته و رسوله سربېره پر دې چي په ذکر شوې برخه کې يې لمړی ماسټري بشپړه کړې خپله دوهمه ماسټري يي دعامه ادارې او د پاليسۍ په څانګه کې اخیستې ده، په پښتو، دري ،انګليسي او جرمني  ژبو رواني خبرې او ليکنې کولاي شي او له کمپيوټري اداري پروګرامونو سره هم په بشپړ ډول بلدتيا لري، د دې ترڅنګ يې په خپل مسلک کې په مختلفو برخو کې ، څېړنې او ليکنې ترسره کړي دی.

له هیواده  بهر المان هېواد کې د ماسټرۍ زده کړو په جریان کې  په اداري او مسلکي عرصه کې  د څو کلنې کاري تجربې ترڅنګ په بېلابېلو دولتي او نا دولتي بنسټونو کې په پراختيايي، مديريتي ، ټولنيزو او تخنیکي عرصو کې د کامياب ماموريت او مديريت کابو (۷)کلنه کاري تجربه لري، په ياده موده کې د کابل ښاروالۍ اړوند د دولسمي ناحيې رياست، بريالی ماموريت د نوموړي د کارکرده ګۍ ښه او برجسته بيلګه ګڼلای شو.

دپورته دندو داجراء پر مهال نوموړي نه يوازې داچي دولسونو دخپل منځي يووالي اوله حکومت سره دهغوي دپيوستون په برخه کې تلاش او کافي کار کړی دی،  په دې عرصه کې یې  ښې او د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي دی. دهيواد په ګوټ ګوټ کې له  ټولنيز، اقتصادي، سياسي، امنيتي، مذهبي او کلتوري وضعيت او حالاتو څخه هم په بشپړ ډول اګاه شخصيت دی.  باوري يم چي د یوه ژمن، باتجربه او دانشمند کادر په توګه به نوی ور سپارل شوی ماموريت په ښه ډول ترسره کړي.