دودونه

کوچیانی دو دونه :

کوچیان چی د افغانستان اصلی بومی وګړی دی چی تر دا مهاله یی خپل لرغونی سوچه کلتور دود او دستور روڼ ساتلی دی کوچیان د افغانستان په هر ګوټ کی استوګنه کوی او له خپل هیواد افغانستان سره زیاته مینه او علاقه لری او پر پښتو ژبه خبری کوی.

د پټی خزانی له قوله هغه وخت چی بیټ نیکه چی د  پښتنو پلار بلل کیږی د هندوکش د غرونوپه لمن کی استوګنه کوله نو ویل به یی.

دلته د ی دغرو لمنی          زمونږ کیږدی پکی پلنی

خدایه دا وګړی ډیر کړی        لویه خدایه  لویه خدایه

بیا یی د نفوس زیاتوالی سره جنوب او جنوب لودیځ ته مخه وکړه چی بقایاوی  اوسنی پښتانی دی له دی پورته بیته معلومیږی چی بیټ نیکه د کوچیتوب ژوند درلود او اوسنی کوچیان هم د خپل پلار او نیکه په قدم روان دی

کوچیان د هیواد په تاریخ کی ځانګړی ځای لری او په ولسونو کی زیات محبوبیت لری دوی په اشنایی او ملګرتیاکی ډیرغښتلی او صادق دی شاعران او د ادب مینه وال یی په بیتونوکی ستایی  لکه یو شاعر وایی.

یار می کوچی وو کوچ یی وکړ            مایی خالی انګړ ته پورته کړل لاسونه

موری کوچیانو ته می ورکړه              چی تور اوربل می د ایلبند شمال وهینه

کوچیان ځینی ځانګړی کره پښتو الفاظ کاروی چی تر ډیره حده په نورو خلکو کی کم کارول کیږی.

لکه: مچنوزعه، وانډه، پوڅه، غړک، مراندی، منګنی، کونډ، ننواتی او نور

غواړم په مختصر ډول پورته کوچیانی ټکو روښنایی واچوم

مچنوزغه: د وزغنو یا مزری د پاڼو څخه جوړیږی چی شپونکی پونده کسان یی  د میږو او مالداری د ساتنی په موخه کار وی او پری لری واټن ته ډبری شړی.

وانډه: کله چی کوچیان میږی د یوځای څخه بل ځای ته بیایی نو ټوله کورنی ورسره نه ځی نو دکور ځینی غړی لکه دوه کسان او یوه ښځه د کور په نمایندګی ورسره په موقت ډول سفر وکړی وانډه بلل کیږی

 

پوڅه: شپانه په صحرا یا کورکی شیدی را واخلی او یو رقم بوټی(خپیانګه)یا محزوزی دانی یا د کوچنی وری سیل پکی ووهی شیدی څه ګړی بعد ټینګوالی پیدا کړی پوڅه بلل کیږی

غړک: د وزی له پوسته جوړیږی تر ماستی په شړمبو بدلی او کوچ ځنی لاس ته راو وړی.

مرانده:هغه پړی چی کیږدی قلکه ساتی مراندی بلل کیږی

منګنی: هغه وری چی د نورو وریو مخکی یعنی ژمی په موسم کی پیدا شی منګنی بلل کیږی.

ننواتی: کله چی د یونفر څخه زیاتی وشی او مقابل جانب ته زیان ورسیږی زیان او ښتی کورته مقابل جانب چی سپين روبی مشران او عالمان ورسره مل وی پسه یا ګډ کی پړی اچوی او د هغه کورته ورځی تر څو ورته بحښنه وکړی .

همداشان کوچیان د واده، غم ، جرګو او مرکواو نورو چاروکی ځانګړی او با ارزښته عادات او روجونه لری چی د نمونی په ډول یی د واده دود تشریح کوو.

کوچیانی ودونه او اتڼونه:

کله چی د کوچی ځوی د ځوانی عمر ته ورسیږی  مور او پلار یی په کلی کور کی د داسی جلکی چی د کور په کارونو برلاسی وی ښایست ولری او ښواخلاقو څښتنه وی پوښتنه کوی د پیغلی کورته د هلک د کور یوه ښځه په یوه بهانه ورځی تر څو د جلکی رنګ او احلاق له نږدی ووینی خو هوښیاری جلکی د ډزیدلی غرڅی په شان بیداره او ځان پټوی کله چی راعلی میلمانه کورته ښه پیعام یوسی نو د کور نارینه کسان خپل کوښښ پیل کوی چی د کومی لاری خپل هدف ته ځان ورسوی کلی کور کی خپل دوستانو سره خبره شریکه کوی او د مخورو مشرانوجرګه د جلکی کورته ورلیږی او د دوستی عوښتنه ځنی کوی دا کار ژر یا یوڅه وخت نیسی تر څو د نه یا هو ځواب ترلاسه شی کله چی مثبت ځواب ترلاسه شی رومال(دستمال)یا ستنه راوړل کیږی او جلکی د هلک په نوم کیږی او وروسته له دی جلکی د هلک دکورنی مخ پټوی او حیاکوی جلکی د پیسو یا بدل په صورت کی ورکول کیږی کله چی يوڅه وخت تیرشی د  هلک کورنی د واده غوښتنه کوی او واده ته تیاری پیل کیږی د جلکی کور واله جلکی ته کالی او نور وسایل برابروی جلکی د حپګان زیاتیږی او نوی کور او ژوند ته د بل ژوند په سترګه ګوری لکه چی وایی: 

سپینی پایڅی می میلمنی دی   د سری پایڅی می تر قیامته زولنی دی

  

 او د هلک کور واله د پیسو او نورو ضروریاتو تیاری نیسی وغده ورڅ ټاکل کیږی چی په فلانی ورځ به واده وی واده پیل شی اکثره دوه ورځی دوام کوی ځوانان جدا او ښځی جدا سندری او آتڼونه کوی چی د نمونی په ډول یی د ځوانانو د اتڼ ځنی سندری راوړو:

 

ما ویل مرجان به جوړومه                              لونګ به پری پاشمه

عوبل به د ځوانانو پری تړمه

د توت په ونه توره کندهاره                                 ودان سی کندهاره

څلور د دروازی څلور بازاره

دا هلک د کومی پیغلی ورور دی                         د هغی پیغلی ورور دی

اوربل یی اړولی لور په لور دی

نجلی یی چی په پزه دی ده نته                                که دی مور نه وای ولاړه

دغه نته به دی نه وه وړه سلامته

ژاړه نجلی ژاړه                                 نجلی یی له دا خپله بخته ژاړه

 

هلته د خواری شوه چی خالونه د وهل په خپله غاړه

 

 همداشان کوچیانی ښځی هم اتڼ کوی او سندری بولی چی یوه بیلګه یی ستاسو په خدمت کی ږدو:

ګودر ته  ولاړه ښه حالداره    لاس په تورپیکی راوړه خالونه انګریزی راوړه 

په لاس کی راوړه د عاشقانو سوی زړون     لاس په تورپیکی راوړه ټیک می انګریزی راوړه

که یاری کړی کور رانږدی کړه       که می غوا لنګه شوه شړومبی به درکومه

لاس په تورپیکی راوړه ټیک می انګریزی راوړه

 

د ګر انو کوچیانو د دودونو او دستورونو په اړه لکه د جرګو او مرکو او نورو به په راتلونکی کی درته حپریږی مطمین اوسی