د کابل میشتو کوچیانو سره ۵ زره بوجۍ د غنمو مرسته وشوه

asmat_admin
Sat, Apr 18 2020 5:48 AM
کوچيان غنم

وروستۍ اونۍ د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې عمومي رئیس استاد حبیب الرحمن د کابل له والي سره لیدنه کې له دوی غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس پر وړاندې د وقايې او درملنې په برخه کې په ولایتي سطحه کوچیانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم په کابل کې د میشتو کوچیانو سره د خوراکي موادو د مرستو په رسولو او ویش کې خاصه توجه وکړي.

همغه ؤ چې د کابل ولایتي ادارې په دغه برخه کې عملي قدم واخیست او د کابل د ولسوالیو ترڅنګ يې د مرکز په اړوند سیمو کې پر مستحقو کوچي کورنیو ۵ زره بوجۍ غنم چې هرې بوجۍ ۷ منه وزن درلود وویشل شول.

دغه مرستې د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې سره په همغږۍ او په همدې موخه د کوچي مشرانو څخه د جوړې شوې کمېټې په مرسته وویشل شول.

هغه غونډه چې په همدې موخه د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې په انګړکې نیول شوې وه، د کوچیانو چارو سمون لويې رئیس استاد حبیب الرحمن له کابل والي او مسؤلینو مننه وکړه او په همدې مهال يې له نورو ولایتونو له مسؤلینو وغوښتل چې په خپلو ولایتونو کې ورته اقدامات وکړي او د کوچیانو سره د روغتیا او بشري مرستو په برابرولو کې خاصه همکاري وکړي او دغه مظلوم قشر هیر نه کړي.

۱۳۹۹-۱-۳۰

د کوچیانو چارو سمون لويې ادارې رسنیز دفتر

کوچيان غنم