د مالي او اداري مرستيال ژوند ليک
د ښاغلي عبدالقدیر دقیق لنډ ژوندلیک
ښاغلی عبدالقدیر دقیق په ۱۳۴۸لمریز کال د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د غوزني کلي په یوه متدینه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. په ۱۳۶۹لمریز کال کې یې د کابل ولایت د سپین کلي عالي لېسه پای ته رسولې او په ۱۳۹۳لمریز کال کې د میوند خصوصي پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ څخه د لېسانس په سویه سند تر لاسه کړی دی.
خصوصي زده کړې
- د اسلام مبارک دین په اړه مسلکي زده کړې
- د افغانستان او سیمې د تاریخ، ټولنپوهنې او کلتور په اړه څو کلنه مطالعه او څیړنه
کورنی شالید
د ښاغلي دقیق پلار ښاغلی میرزا محمد خان دقیق چې د نورزيو قوم یو له نامتو او مشهورو مشرانو څخه و یو ځل د فراه ولایت د شورا وکیل تیر شوی او درې دورې یې د فراه ولایت د خلکو په استازیتوب د پارلمان د وکالت دنده پرمخ بیولې ده. نوموړی د افغانسان په سطح د دولت ملي او بین المللي پالیسۍ کې یو ډیر تاثیر لرونکی شخصیت و. د دې له پاره چې دولت د نوموړي د بې ساري خدمتونو ستاینه کړي وي د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې یې یوه لېسه د دې ملي مشر په نوم کړې ده.
دندې او مسولیتونه
ښاغلی دقیق په ۱۳۷۲لمریز کال کې د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د ولسوال په صفت دنده ترسره کړې او د ولس او دولت تر منځ د فاصلې په لنډولو کې یې ستر رول لوبولی دی. دقیق له ۱۳۸۱لمریز څخه تر ۱۳۸۴لمریز کال پورې د ګلستان ولسوالۍ د امنیه قومندان، له ۱۳۸۴لمریز کال وروسته د فراه ولایت د ولایتي شورا د غړي او رئیس او له ۱۳۸۸لمریز وروسته تر دې دمه د نورزیو قوم د ټولنیزې شورا د مشر په حیث دنده تر سره کړې ده. ښاغلی دقیق د جنوب لویدیځې حوزې د ولسي جوړښتونو او جغرافیا په هکله کافي تجربه او معلومات لري او د خلکو تر منځ د ډیر باور وړ شخصیت دی.
مهمې لاسته راوړنې
- د فراه ولایت د ګلستان او بکواه ولسوالیو او په همدې ترتیب د نیمروز ولایت د دلارام او خاشرود ولسوالیو د نورزي قوم مشرتوب
- د کورنیو جګړو په اوږدو کې د فراه او نیمروز ولایتونو د نورزیو قوم د خپل منځي ستونزو هوارول او د قوم همغږي کول
- د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د ولسوال په حیث د خپلو خلکو چوپړتیا او استازیتوب
- د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د امنیه قومندان په حیث د خپلو خلکو د امنیتي ستونزو راکمول
- د فراه ولایت د خلکو په استازیتوب په ولایتي شورا کې د عام ولس خدمت او د خلکو او دولت تر منځ د واټن د راکمولو په موخه بې ساري خدمتونه
- د ولایتي شورا د ریاست د خدمت په وخت کې د لسګونو انکشافي پروژو منظوري اخیستل چې د هغو له جملې څخه د فراه ولایت د بخش آباد د اوبو بند سروې، د ایران له سرحد څخه بیا د فراه تر ښاره د ۱۴۰کیلو متره پاخه سړک پروژه او د ابو نصر فراهي د ګمرک جوړول د یادونې وړ دي.
- د نورزي قوم د ټولنیزې شورا د ریاست په چوکاټ کې د نورزي قوم له اکثریت څخه استازیتوب
تجربه
- د نورزي قوم ټولنیزې شورا رئیس
- د فراه ولایت ولایتي شورا غړی او رئیس
- د سولې په برخه کې د خلکو استازیتوب
- ټاکنو ته د خلکو هڅول
- د ښې حکومتولۍ په برخه کې دولتي ارګانونو ته د مشورې ورکول
- د مخدره توکیو د کر او قاچاق په راکمولو کې هڅې کول
- د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امن او ټیکاو راوستل
- د ګلستان ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په حیث دنده ترسره کول
- او له ۱۳۹۴لمریز کال څخه تر دې مهاله د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه په مافوق بست کې دنده ترسره کول.
اړیکی:
ایمیل: abdulqadeer.daqiq@gmail.com
مبایل: ۰۰۹۳۷۹۹۵۹۹۶۵۸